اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان په درنښت كښې د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د هركلي رسمي دستوره وشوه كوم چې د اولس مشر ممنون حسېن بلنه په دوه ورځنې دوره تېر ماښام اسلام آباد ته رارسېدلې و۔ وزيراعظم محمد نواز شريف ايوان وزيراعظم ته په رارسېدو د ترك اولس مشر تود هركلې وكړو۔ په دې موقع قومي سرود وغږول شو٬ د وسله والو ځواكونو چټك ډلې د ترك اولس مشر سلامي وكړه او رجب طيب اردوان د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د خپلې كابينې غړي ترك اولس مشر سره معرفي كړل او د تركيې اولس مشر د خپل پلاوي غړي وزيراعظم سره معرفي كړل۔ د دې نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه يو په يو ملاقات هم وشو۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی