اسلام آباد 28 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي اولس ته د صحت معياري سهولتونه وركول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬ د هيلته کارډ څخه استفادې سره به غريب ??و مستحق كسان د صحت معياري سهولتونه ترلاسه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پنجاب كښې د هېلته كارډز وركولو د اقداماتو پېشرفت پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كرې۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزير اسد عمر، صحت لپاره خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان، د پنجاب د صحت صوبائي وزيره ډاکټر ياسمين راشد او سينئر چارواكو ګډون وكړو او د پنجاب اعلٰې وزير عثمان بزدار او د خزانې وزير مخدوم هاشم جواں بخت هم په غونډه كښئ د وېډيو لنك د لارې ګډون ك??لو۔ غونډه د پنجاب كابينې لخوا په دې وروستيو كښې صوبه كښې سل فيصده آبادۍ ته د يونيورسل هېلته كورېج وركولو منظورۍ نه خبره كړې شوه۔ غونډې ته پنجاب كښې سل فيصده آباد ته د سږ كال تر پائې د هېلته كار?? وركولو په اړه تر اوسه د پېشرفت او هدف??نو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ د روان مالي كال تر پائې به د پنجاب اوو ضلعو كښئ ته هېلته كار?? وركولې شي او تر دسمبر كال 2021 به د پنجاب ټولو ضلعو كښې هېلته كارډ باوري كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د پنجاب كښې اولس ته د هېلته كار?? وركولو په اقداماتو كښې د پېشرفت ستائنه كولو سره ووئيل اولس ته د صحت معياري سهولتونه وركول د حكومت ترجيح ده، د بده مرغه په ماضي كښې د صحت په نظام كښې د بې وسه طبقو تحفظ ته پاملرنه نه ده شوې۔ ده ووئيل د هېلته كار?? وركولو په سبب بې وسه ??و مستحق كسان د صحت معياري سهولت??نو څخه مستفيد كېدے شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د هېلته كارډز وركولو پحقله د جاج اغستو غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج