اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان او قطر د ورورولۍ قوي اړيكې لري٬ دوه اړخيزه اړيكې به د دواړو هېوادونو په ګټه كښې ښه اقتصادي مرستې سره لا مستحكم شي۔ ده دا خبره د قطر دفاع وزير ??اک??ر خالد بن مح??د العطیه سره د زيارت پھ ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان، قطر او تركيه دفاع سره د اړوند عسكري سامان جوړولو پروژوې په شريكه جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ قطر سره خپلې اړيكې مهمې ګڼو او د اتحادی ورورو ریاست په حېث په پاکستان انحصار کولې شي۔ ??اک??ر خالد بن مح??د العطیه ووئيل قطر پاکستان خپل استراتيجكي ملګرې ګڼي۔ ده ووئيل د وزیراعظم د تير دور د قطر دورې په مهال ایل این جی پروژه ترسره كېدو نه پس د دواړه هيوادونو اړيكې پھ قوي اقتصادی مرسته كښې بدل شوي۔ ده ووئيل د پاکستان په معاونت او مرسته مونږ سيمه كښې د ترهه ګرۍ اوسني غیر یقی??ی خطر لپاره خپل ملټری هارډ ویئر ښه كول غواړو ۔ ده ووئيل قطر د ترهه ګرۍ غیر روايتی دښمن مقابله كولو له به تربیتی اکیډمی جوړوي او د تربیتی کورسز لپاره د پاکستانی انسټرکټرز خذمات او پوهې څخه استفادہ کول غواړو ۔ د دفاع وزير ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د پاکستان او قطر ترمينځه شريكه مرسته به لا زياته شي۔ ده ووئيل مونږ د پاکستان څخه سپر مشاق او جے اېف 17 تھنډر الوتكو اخستلو كښې خوښي لرو او د پاکستان او ترکیه پھ مشرتابه كښې قطر كښې عسكري ساز اوسامان جوړول او فوځی مرسته ترلاسه كول غواړو۔ د قطر د دفاع وزیر د پولیس په تربیتی مرکز د ترهه ګرۍ بريد كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثانی او خپل اړخه وزیراعظم سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ بريد د غندنې وړ دے ۔ د قطر حکومت او اولس په دې سخت وخت كښې د پاکستان خپلو وروڼو سره ولاړ دے ۔ وزیراعظم نواز شریف په غمرازۍ كولو د ??اک??ر خالد بن مح??د العطیه مننه وكړه۔ د ده د قطر د دفاع وزير دا دوره ګټه وره ګرځولو سره ووئيل پاكستان په ټولو څانګو كښې قطر سره مرستې له چمتو دے ۔ ده ووئيل د پاکستان او قطر ترمينځه دوه اړخيزه تجارتی حجم او پھ خاص توګه قطر څخه د اېل اېن جی درآمد سره به دا حجم لا زيات شي۔ وزیراعظم د قطر امير نيكه شېخ خلیفه بن الحماد الثانی په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه
پاکستان او قطر د ورورولۍ قوي اړيكې لري
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر