اسلام آباد ۔ 29 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي اوسني حكومت د تېرو 20 كلونو په مقابل كښې زيات پېداوار لرونكې پروژې پېل كړې دي۔ په ښاريو او كلي والو سيمو كښې لوډ شېډنګ ښكاره كم شوے ۔ صنعتونو لپاره هېڅ لوډشېډنګ نشته۔ اولس ته د ارزانې برېښنا وركولو عزم لرو۔ د اوسني حكومت تر پايې رسېدو به د برېښنا پېداوار لپاره په ګرانو تېلو انحصار كم او لوډشېډنګ ختمول به د تاريخ برخه جوړه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزير نواز شريف د نهې په ورځ د كابينه كمېټۍ غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ غونډه كښې د برېښنا په روانو پروژو او د اېل اېن جي پاور پلانټس په شمول په بېلو پروژو د كار رفتار جا?? واخستې ??و۔ غونډې ته ووئيلې شو صارفينو له برېښنا بې د څه ځنډه رسول باوري كولو له د برېښنا وېش نظام په لار كښې ولاړ خنډان لرې كولې شي۔ وزیراعظم نواز شریف د اوبو او بریښنا چارواكو كار ستائلو سره ووئيل د اوسني حكومت مودې تر پايې رسېدو به د برېښنا پېداوار لپاره په ګرانو تېلو انحصار كم شي۔ وزیراعظم ووئيل د اوسني حكومت ھڅې په نړيواله كچه هم منلې شوي ۔ وزیراعظم ووئيل حكومت دا درن??وے هم لري چې د تېرو 20 كالو په مقابل كښې ئې د زيات پېداوار پروژې پېل كړي دي۔ غونډې ته ووئيلې شو د ټرانسمېشن او ??سټری بیوشن لائنونو په منصوبو كار روان دے۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې خوشحاله شوې يم چې مونږ كاميابۍ سره مخ په وړاندې روان يو۔ او كه لوئے څښتن ته منظور وي لوډشېډنګ ختمول به د تاريخ برخه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا هغه ذمه واري ده كومه چې تېرو حكومتونو سرته نه ده رسولې ۔
د برېښنا پېداوار له په ګرانو تېلو انحصار كمولو او لوډشېډنګ ختمول به د تاريخ برخه شي
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ