اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د وزيراعظم په سلا سينئر قانون دان ارشد محمود كياني د پاكستان ډپټي اټارني جنرل مقرر كړو۔ ارشد محمود كياني د اسلام آباد بار سينئر غړے او د بار سېكتر پاتې شوے كوم چې د برتانيې د يونيورسټي اف سټيفورډ شائر نه په ليګل پرېكټس كښې اېل اېل اېم كړے۔ ارشد محمود كياني د اپرېل 2014م نه په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سټېنډنګ كونسل په توګه كار كولو۔ د ده تجربه او كاركردګي په نظر كښې ساتلو سره هغه ته د پاكستان حكومت د پاكستان د ډپټي اټارني جنرل ذمه وارې ورپغاره ك??ې۔ په دې ټاكنه ارشد محمود كياني ٬ د قانون وزير زاهد حامد٬ د قانون او پارلماني چارو خاص مرستيال بېرسټر ظفرالله خان او د پاكستان د اټارني جنرل اشتر اوصاف خاص مننه كولو سره وئيلي دي چې په ده د كوم باور څرګندونه شوې٬ په دې پوره كېدو لپاره به خپل پوره صلاحيتونه او تجربه په كار راولي۔ د اسلام آباد سياسي او قانوني حلقو هم د حكومت د دې پرېكړې ستائنه ك??ې۔ د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ چيئرمېن راجه ظفرالحق٬ پخواني سناتور سيد ظفر علي شاه٬ دوهم وزير طارق فضل چوهدري او نورو ارشد محمود كياني ته مباركي ورك??ې۔
اولس مشر٬ سينئر قانون دان ارشد محمود كياني د پاكستان ډپټي اټارني جنرل مقرر كړو
مضمون کا ماخذ : راکی