اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) امام کعبه او د سعودي عربستان د شاهي عدالتونو صلاكار پروفېسر ډاكټر صالح بن عبد الله بن حميد د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د نوي كېمپس دوره وكړه۔ د پوهنتون صدر ډاكټر ??ذا?? حمود العتیبی هم ده سره وو۔ امام کعبه په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې شاہ سلمان بن عبدالعزیز مسجد لپاره بېل كړې شوي ځايې ته هم لاړو۔ په دې موقعه ده ته ووئيلې شوو چې د دې جومات په تعمير به نزدې 32 م??ین ډالر مصرف كولې شي۔ امام كعبه ته ووئيلې شوو چې د مسجد دننه هال كښی به د 4 زره سړو او 2000 مېرمنو د لمونځ كولو او د دې په صحن كښې د 6000 كسانو د ناستې ګنجائش وي۔ دلته به يو كتابتون او میوزیم وي او په مسجد كښی به كنفرنس ??پاره محمد بن سلمان آډېټوريم هم جوړولے شي۔ د امام كعبه وېنا وه چې د خادمين شريفېن لخوا د جومات دا ډالۍ به د پوهنتون مقام او منزلت لا سوا كړي۔ ده ووئيل ??ه په مثالي مېلمستيا كولو د پوهنتون د انتظاميې مننه كوم۔ ده ووئيل د پوهنتون رېكټر او صدر د ستائنې وړ دي ولې چې پوهنتون “په شريعت او قانون كښې د بشري ژوند تحفظ” په سرخط يو تعميري او كامياب كنفرنس ??كړو په كوم كښې ګډون كولو لپاره چې ??ه په خاص توګه پوهنتون ته راغلم۔ امام کعبه ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې پوهنتون په حقيقي معنو كښې د اسلامي نړۍ خدمت كوي۔
د امام کعبه د نړيوال اسلامي پوهنتون د نوي كيمپس دوره ٬ د پوهنتون صدر امام كعبه ته شاه سلمان بن عبد العزيز مسجد لپاره د بيل كړې شوي ځايې او پلان په اړه بريفنګ وركړو
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha