اسلام آباد۔21جنوری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان كښې د سېلګرۍ وده د پاكستان تحريك انصاف حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل ده۔ دا خبره ده د وزيراعم عمران خان د سېلګرۍ رابطو خصوصي مرستيال اعظم جميل سره خبرو كښې وكړه چا چې خارجه وزير سره د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د سېلګرۍ ودې سره په اړوندو اړخونو او چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ وده د وزيراعظم عمران خان او د تحريك انصاف حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل ده٬ په كال 2019 كښې په پاكستان كښې د سېلګرۍ په څنګه كښې ځانګړې ترقي وشوه۔ هغه ووئيل د كورونا وبا د لاسه د نورو څانګو سره سره د سلېګرۍ څانګې ته هم سخت زيان رسېدلې دې۔ هغه ووئيل د كورونا صورتحال ښه كېدو نه وروستو د ګردې نړۍ سېلګرو يو وارې بيا سېلګرۍ ته خپل پام ګرځولې دې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ د سېلګرۍ ودې له سېلګرو ته ګڼ شمېر آسانۍ وركوؤ۔ هغه وئيل د سپېن دورې په مهال زما د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ نړيوال تنظيم (یو اېن ډبلیو ټی او) سېكتر سره ګټور ملاقات شوې۔ د وزيراعظم خصوصي مرستيال اعظم جميل د خارجه وزير مننه كولو سره د خارجه وزارت په مرسته سېلګرۍ لپاره د يوې بشپړې قومي ستراتيژۍ مرتب كولو اشاره وركړه
پاكستان كښې د سېلګرۍ وده د تحريك انصاف حكومت په اولنو ترجيحاتو كښې شامل ده٬ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د وزيرعظم خصوصي مرستيال اعظم جمال سره خبرې
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی