اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي پاکستان په سباٶن كښئ د برامدات ستراتېژك مركز جوړېدو صلاحيت لري٬ په هېواد كښې د آټو صنعت په وده كښې د سوزوكي موټرز كردار د ستائنې وړ دے ، آټو موټي?? انډسټري ت?? د ورمخې ته چ??لنجونو مخنيوي لپاره حكومت او د نجي څانګې مشتركه هڅو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سوزوکي موټرز کارپورېشن پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ د سوزوکي موټرز کارپوريش جاپان ګلوبل نائب صدر کينيچي آيوکاوا په مشرۍ كښې راغلي پلاوي كښې د پاك سوزوكي موټر کمپ??ي لميټډ د جاپان سي اي او او د اېم ډي هېروشي كاوامورا پشمول د فنانس ډويژن او د اېف بي آر چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وفاقي وزير د پلاوي هركلے وكړو او پاكستان كښې د اټو موبائل صنعت په ودې كښې ئې د سوزوكي د اوږدې مودې مرستې ستائنه وكړه۔ آيوکاوا د خزانې وزير ته ووئيل سوزوكي د كال 1983 راهسې پاكستان كښې موجود ده٬ ده د خزانې وزير پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د تجويزونو نه خبر كړو۔ په دې موقع پلاوي سيمه ايز مسابقت زياتولو لپاره په پاكساتن كښې د حجم بنياد زياتولو لپاره په پاليسۍ كښې د مداخلتونو په اړه تجويزونه هم وركړل
پاکستان په سباٶن كښئ د برامدات ستراتېژك مركز جوړېدو صلاحيت لري٬ په هېواد كښې د آټو صنعت په وده كښې د سوزوكي موټر كردار د ستائنې وړ دے ۔ د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب د پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : quina acumulada