پينډۍ 07 اپریل (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي ټرین آپ??یشن بيا پيل كولو له چمتو يو، څنګه چې لاك ډاؤن ختم شي د ټرین آپ??یشن بحالولو احكامات به جاری كړې شي ٬ په 24 ساعتو كښې به 142 ټرینونه ??ه ټريك كولې شي، وزیراعظم عمران خان شپه ورځ د اولس خذمت لپاره كار كوي، كرونا وائرس نړيوال چیلنج دے كوم چې نړيواله سیاسی منظر نامه بدله كړې، د وړو ، چینو په بحران راپور نه ??س به زمونږ امتحان پيل شي ۔ ده ووئېل وزیراعظم عمران خان ?? كپتان په هيڅ خپل فیلډنګ بدلوي، هغه ته ښه معلومه ده چې كوم لوبغاړې چرته لوبه كولې شي او چرته اودرول دي، د سبسډی په معامله كښې د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر كوم كردار نشته۔ ده ووئېل كله چې بزنس مین سیاست له راځي نو مافیا قوي كيږي۔ده د نهې په ورځ پينډۍ ريلوے سټیشن په ټرینونو كښې د جوړو قرنطینه ??ركزنو دورې او چین ریلوے كمپنۍ د اړخه پاكستان ریلوے له عطيه كړو ماسكونو او سینیټائزر وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ د ریلوے ډویژنل سپریټنډنټ سید منور شاه ، اېم ډی كیرج فیكټری راحت مرزا ، ډپټی ډی اېس انعام الله محسود ، ډویژنل افسران هم په دې موقع موجود وؤ۔ وفاقی وزیر شیخ رشید احمد د پاكستان ریلوے د اړخه جوړ كړې سینائزر واك تھرو ګیټ څخه ریلوے سټیشن ته داخل شو۔ ډی ایس ریلوے سید منور شاه وفاقی وزیر او د چین ریلوے كمپنۍ نمائندګانو له بریفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ټرین كوچز كښې د جوړ قرنطینه ??ركز تفصیلی معائنه ??كړه او سپارښتنه ئې وكړه چې هر وخت د دې استعمال لپاره عمله چمتو اوساتئ۔ میډیا سره په خپلو خبرو كښې د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ووئيل چائنا ریلوے ګروپ مننه ??وو چا چې كیرج فیكټری او سی ډی ایل وركشاپ لپاره 5 زره ماسكونهه ،سیټائزر عطیه كړي ، چین پاكستان پخوانۍ ملګرتيا لري كومه چې په هر سخت وخت كښې آزمائلې شوې، پاك چین ملګرتيا د همالیه څخه دنګه ده۔ ده ووئيل قرنطینه ګیټ به په ټولو ریلوے سټیشنو لګولې شي دا ګیټ پاكستان ریلوے پخپله جوړ كړي او په دې 30 نه تر 40 زره روپۍ لګښت راځي دغسې په سینسر لرونكې ګیټ د 50 نه تر 60 زرو روپو لګښت راځي۔ ده ووئيل پاكستان ریلوے 40 ټرینونو كښې قرنطینه ??ركزونه جوړ كړي۔ ده ووئيل پاكستان ریلوے ټرین آپ??یشن په آخری ورځ يو لاكه 65 زره مسافر د كراچۍ نه راوړې دي۔ ده ووئيل د ټرین آپ??یشن بنديدو په مهال د ټول كوچز او انجڼو د مرمت كار روان دے او د ریلوے خوارې كښ شپه ورځ كار كوي
كرونا وائرس نړيوال چیلنج دے كوم چې نړيواله سیاسی منظر نامه بدله كړې،شیخ رشید احمد
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر