اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د خ??انې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د خ??لي په ورځ په واشنګټن كښې د نړيوال بېنك نائب صدر ويګن شيفر سره ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د پاكستان او نړيوال بېنك ترمينځه د اشتراك جاج اخستلے شوے۔د خ??انې وزير د پاكستان اقتصادي او سماجي پرمختګ كښې د نړيوال بېنك كردار او معاونت ستائېلے ۔وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې دا مهال د نړيوال بېنك معاونت سره په ځينو پروژو كار روان دے۔د نړيوال بېنك صدر د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د نړيوال بېنك معاونت او د مرستې د عزم پخلے وكړو۔وزيرمملكت عائشه غوث پاشا د خ??انې سېكرټري حميد يعقوب شېخ هم په دې موقع موجود وو۔د خ??انې وزيرې د دې نه پس د نړيوال مالياتي فنډ ډپټي منيجنګ ډائرېكټر انتونيت سائخ سره هم وليدل٬په ملاقات كښې د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د چارو جاج واخستلے شو
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک