اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د كشمير د آزادۍ د تحريك قائ?? سيد علي ګېلاني وړومبے تلين٬د مقبوضه كشمير اولس به د ستمبر په وړومبۍ نېټه د سرينګر پلو مارچ كوي چرته چې سيد علي ګېلاني دفن دے ٬سيد علي ګېلاني تېر كال د ستمبر په وړومبۍ نېټه د سرينګر په حېدر پوره سيمه كښې په خپله استوګنه كښې د هندي ځواكونو او پوليس په حراست كښې په حق رسېدلې ؤ ٬د هند قابض انتظاميې هغه د يوې لسيزې نه تر زياتې مودې پرله پسې په كور ن??ر بند ساتلے ؤ ۔په حراست كښې د شهادت نه پس د هند پوځ او پوليس د قابض انتظاميې په احكامات هغه په زبردستۍ خاورو ته سپارلے ؤ ۔سيد علي ګېلاني د ستمبر په وړومبۍ نېټه د شپی په وخت په حق رسېدلې ؤ ۔د دې څخه وړاندې چې د سرينګر نه بهر د لاكهونو په شمېر كشميرے اولس د هغه په تدفين كښې ګډون لپاره رارسېدلے و٬قابض هندي پوځ د هغه جسد په زور د ستمبر په دوهمه نېټه سهار وختي دفن كړو۔د ارواښاد وصيت په ضد د هند قابض چارواكو هغه د شهيدانو په قبرستان كښې د دفن كولو نه انكار وكړو او په ځايې اديره كښې په جنازه كښې يواځې نزدې رشته دارو او ګاونډيانو ته د ګډون اجازه وه۔هند دا ??ول د جبر اقدامات ځكه وكړل چې قابض چارواكو ته معلومه وه چې شهي?? سيد علي ګېلاني دوي لپاره د ژوندي سيد علي ګېلاني ??ه زيات خطر ن??ك دے۔هغه پاكستا?? سره د الحاق پلوي ؤ او نعره يې وه چې مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے٬دا نعره اوس د كشميريانو مشهوره نعره ګرځېدلې او په مقبوضه سيمه كښې هرې خوا اورېدلې كېږي۔د آزادۍ هڅو لپاره به ?? سيد علي ګېلاني قربانۍ تل ياد ساتلې شي۔د كل جماعتي حريت كنفرنس سينئر لارښود نعيم احمد خان د تهاړ زندان څخه په خپل پېغام كښې وئېلي دي كشمير كاز لپاره به ?? سيد علي ګېلاني هڅې د كشمير په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي
د كشمير د آزادۍ د تحريك قائد سيد علي ګېلاني وړومبے تلين٬د مقبوضه كشمير اولس به د ستمبر په وړومبۍ نېټه د سرينګر پلو مارچ كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد