لاهور 28 مئي (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي دي چې د پي ټي آئي شرخو هغه كار كړې كوم چې د هېواد دښمن نه شو كولې،د 9 مئي پېښي ناوړه پېښي وي،د جناح هاؤس تقدس ته زيان رسيدلې ، د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتي شوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ جناح هاؤس دورې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم لیګ (ن) پخواني صوبائي اسمبلۍ غړي خواجه سلمان رفیق ، میاں نصیر احمد، یٰسین سوهل ، والټن کنټونمنټ بورډ او لاهور کنټونمنټ بورډ غړي هم موجود وو۔ خواجه سعد رفیق ووئيل عمران خان بايد د ټول قام څخه بخښنه اوغواړي او كوم كار چې زمونږ ازلی دښمن هند نه شو كولې ، كوم چې ټی ټی پی نه شو كولې هغه د پی ټی آئی شر خوښو كړې دې،په 9 مئی چې څه شوي د هغي غندنه كوو۔ده ووئيل د 9 مئي پېښي د يوي منصوبي له مخې شوي،زمونږ د اسټیبلشمنټ سره هم اختلافات ؤ خو په تير وخت كښې چا هم په پوځي تنصیباتو د بريد سوچ نه دې كړې،مونږ اپوزیشن كښې پاتي كيدو سره څو واري احتجاج کړې خو د پوځي تنصیبات په وړاندې د احتجاج کولو په اړه سوچ هم نه دې كړې۔
د پی ټي آئي شرخوښو هغه كاركړې كوم چې د پاكستان دښمن نه شو كولې ۔خواجه سعد رفیق
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais