اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل وئيلي دي كورونا وائرس څخه ساتنې له په فرنټ لائن كار كوؤنكو ډاكټرانو ، نرسانو او نورې پیرا ميډيكل عملې ته ذاتي حفاظتي سامان وركړې شوې دې۔ د لېبارټريز شمېرې او د ټېسټ كولو استعداد زياتولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كوؤ۔ راتلونكو ورځو كښې به نور وېنټي لېټرز ٬واك تھرو در??از?? ٬حفاظتي كټس او د جراثيم وژونكې سپرو به شمول ضرو??ي سامان پاكس??ان ته راورسي۔ د ګل په ورځ د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او معيد يوسف سره ميډيا ته بريفنګ كښې ده ووئيل دامهال تر ټولو لومړۍ ترجيح د كورونا وائرس په ضد هڅو كښې په فرنټ لائن موجود ډاكټرانو ٬ پیرا مېډیکل عملې ته حفاظتي او طبي سامان وركول دي۔ په دې لړ كښې ګلګت بلتس??ان او آزاد کشمیر ته د 5 اونيو ضرورت ترسره كولو سامان وركړې شوې دې۔ دغسې د اسلام آباد سركاري څانګې روغتونونو ته هم دا سامان وركړې شوې دې۔ ده ووئيل د لېبارټريز شمېرې او د ټېسټ كولو استعداد زياتولو له په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كوؤ۔ راتلونكو ورځو كښې به نور وېنټي لېټرز ٬واك تھرو در??از?? ٬حفاظتي كټس او د جراثيم وژونكې سپرو به شمول ضرو??ي سامان پاكس??ان ته راورسي۔ ده ووئيل سندھ حكومت ته نن 20 زره ټېسټنګ كټس وركړې شوي دي۔ دغسې پنجاب حكومت ته 5 زره او بلوچس??ان حكومت ته 4800 کټس وركړې شويدي۔ ده ووئيل د اپرېل تر 6 مې نېټې به دحفاظتي آلاتو نزدې يو لك او تر 15 اپرېل به نور يو لك سېټس پاكس??ان ته راورسي۔ دا مهال مونږ د 3 زره وېنټي لېټرز آرډر ورك??ې دې۔ هيله ده چې د اپرېل تر پايې به 12 سوه څخه تر 15 سوه وېنټي لېټرز ترلاسه شي
د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او معيد يوسف سره ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں