اسلام آباد۔21اپرېل(اے پی پی) سپريم كورټ پرېكټس اېنډ پروسېجر بل 2023 باقاعده قانون جوړ شو۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ميډيا ډائرېكټورېټ له مخې د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ پرنټنګ كارپورېشن ته د ګزټ نوټيفكېشن امر كړے دے۔ صدر مملكت بل په دوهم ځل ليك كولو نه غېر بېرته لېږلې وو۔ د قومي اسمبلۍ د وياند له مخې سپریم کورټ پرېکټس اېنډ پروسېجر بل اوس د قانون په شكل كښې نافذ شوے دے۔ د قانون او قواعدو په رڼا كښې د ټولو تقاضو په ترسره كېدو ګزټ لپاره لېږلے شوے دے۔ د ټولو پړاؤنو بشپړ كېدو څخه وروستو د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ د بل منظورۍ باقاعده نوټيفكېشن جاري كړې دې۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ