اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقی وزیر عبدالقادر پټېل وئيلي دي چې ذیلی پولیو كمپائن د ټولو صوبو په مخصوص ضلعو كښې پېل شوې، مور پلار دې خپلو بچو له د پولیو مخنيوي څاڅكي وركړي،د كمپائن په مهال د هېواد په بيلو مخصوص ضلعو كښې 23 ملیونه څخه زيات ماشومانو له به حفاظتی څاڅكي وركولې شي۔د روغتيا وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وفاقی وزیر ووئيل ذیلی پولیوكمپائن به په دوه پړاؤنو كښې به چلولې شي۔ وړومبې پړاؤ به د 15 نه تر 19 مئي اسلام آباد پشمول د پنجاب 12 ضلعو، بلوچستان 18 ضلعو او د سندھ 17 ضلعو كښې كولې شي دغسې دويم پړاؤ كښې به د خېبرپښتونخوا 22 ضلعو كښې د 22 مئي نه تر 26 مئي ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي او د 29 مئي نه تر 5 جون به جنوبی خېبر پښتونخوا په 07 ضلعو كښې دا كمپائن چلولې شي۔ تقریباً 100,000 څخه زيات تربیه لرونكي د صحت محافظ پولیو ورکرز به كور كور ته تللو سره تر 5 كالو عمر لرونكو ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركوي۔
ذيلی پولیو كمپائن د ټولو صوبو په مخصوص ضلعو كښې پيل شوے، مور پلار دې خپلو بچو له د پولیو مخنيوي څاڅكي وركړي۔ د روغتيا وفاقی وزیر عبدالقادر پټيل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج