اسلام آباد۔20جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په مكه مكرمه كښې د حجاج كرام په شهادتونو د افسوس څرګندونه كولو سره د مذهبي چارو وزارت او د پاكستاني سفارت چارواكو ته د شهيد شويو حجاج كرامو جسدونه پاكستان ته د رارسولو انتظامات كولو ٬ حجاج كرام ته د هر ډول آسانيو وركولو او په روغتونونو كښې ناروغه حجاج كرامو لپاره د طبي آسانيو باوري كولو هدايت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا سېل لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په مكه مكرمه كښې د حجاج كرام موجوده صورتحال په اړه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير سالك حسېن او په سعودي عربستان كښې د پاكستان سفير احمد فروق سره تماس ونيولو۔ ده هدايت وكړو چې د شهيد شويو حجاج كرام جسدونه پاكستان ته رارسولو له دې انتظامات وكړې شي۔ وزیراعظم د مذهبي چارو وزارت او د پاكستاني سفارت چارواكو ته حجاج كرامو ته د هر ډول آسانيو وركولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم دا هم هدايت وكړو چې په روغتونونو كښې ناروغه حجاج كرام لپاره دې ټولې طبي آسانۍ باوري كړې شي۔
د وزيراعظم شهباز شريف په مكه مكرمه كښې د حجاج كرام په شهادتونو د افسوس څرګندونه ٬ د حجاج كرام جسدونه پاكستان ته د رارسولو انتظامات كولو او حجاج كرام لپاره د ټولو آسانيو باوري كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا