اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف د زلمو مضبوط ملاتړ سره حكومت ترلاسه كړې۔ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې زمونږ حكومت د زلمو خېر ښېګړې او پرمختګ له يو شمېر نوې منصوبې معارفي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ نيويارك كښې پاكستاني امريكن زلمو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ملاقات اهتمام نيويارك كښې پاكستاني سفارت كړے و۔ په دې مهال سفارت خانې ته په راتلو خارجه وزير ته زلمو تود هركلے ووې۔ هغوي خارجه وزير ته د كشمير او فلسطين مسئلې حوالې سره په بشپړه هڅو كولو مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير د زلمو د پوښتنو ځوابونه وركړل۔ خارجه وزير د زلمو خېر ښېګړې له د پاكستان حكومت لخوا د معارفي كړې شويو منصوبو نه هم پاكستان امريكن ځوانان خبر كړل۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا