اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د سېنېټ غړو د كالم نكار او تجزيه كار ارشاد بهټي كورودانې په مړينه غمرازي لپاره د هغه كور ته لاړل۔د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن د خبريال ارشاد بهټي سره د هغه د كورودانې په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔د سېنېټ چيئرمېن د ارواښادې لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ده ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي٬سېنېټرز فيصل سلیم رحمان،احمد خان، نصیب اللّہ بازئي، کهدہ بابر، عبدالقادر، منظور احمد کاکړ، دنیش کمار، ګردیپ سنګھ، مشاهد حسین سید، پیر صابر شاہ، شبلی فراز او د قامی اسمبلی غړے سردار اسرار خان ترین هم د سېنېټ چئیرمین سره وو
مضمون کا ماخذ : گرم گرم