اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د نېشنكل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شويو شمېرو له مخې په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 83 كسان په حق رسېدلې دي چې پكښې 36 كسان په وېنټي لېټرو موجود وو. د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 1531 كېسونه رپورټ شوي دي. د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا 30 زره 248 ټېسټونه شوي دي.په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 7 لكه 83 زره 480 ته رسېدلې. په بلوچستان ?? آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته. په ټول هېوا كښې په وېنټي لېټرو 588 رنځوران پراته دي. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 71 زره 804 ته رسېدلې او د ځپليو ټوله شمېره 8 لكه 74 زره 751 ده. په ټول هېواد كښې د كورونا په وبا كښې 19 زره 467 كسان په حق رسېدلي دي. تر اوسه په هېواد كښې د كورونا يو كروړ 24 لكه 10 زره 924 ټېسټونه شوي دي. په ټول هېوا كښې د كووډ 19 علاج لپاره په بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې 4 زره 805 رنځوران ??ر معالجه لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس 1531 كېسونه رپورټ شوي، په وبا كښې نور 83 كسان په حق رسېدلي دي. نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada