اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) د پاكستان او روس ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې كليزې په موقعه خارجه وزير بلاول بھټو زرداري خپل روسي همڅنګ سرګئي لاوروف سره د مباركۍ ليكونو تبادله وكړه۔ د خارجه وزارت ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان او روسيه ترمينځه په دوه اړخيزه خېر سګالۍ او شريك باور اډانه ګڼ اړخيزه اړيكې دي۔ په دوه اړخيزه اړيكو كښې د معيشت ٬ توان او سلامتيا په شمول بېلو څانګو كښې همكاري د اهميت وړ ده۔ دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيواله كچه په بېلو څو اړخيزو فورمونو کښې د مشاورت برخه دي۔ د پاکستان او روسیې ترمنځ سفارتي اړیکې د مئي په اولنۍ نېټه كال 1948 کښې تاسيس شوې۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج