اسلام آباد۔21 مارچ (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل په 48مه غونډه كښې ګډون لپاه د غړو اسلامي هېوادونو پلاويو اسلام آباد ته د رارسېدو لړۍ پېل شوې ده ٬ د م??ر خارجه وزير 24 كاله پس پاكستان ته راغلې او د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طه هم د ګل په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې دې۔ په اسلام ائيرپورټ د اطلاعاتو او خ??رو??و دوهم وزير فرخ حبيب او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د م??هبي همغږۍ خصوصي استازي علامه حافظ محمد طاهر اشرفي دوئي ته هركلې ووې۔ په دې موقعه د ابلاغ ذريعو سره خپلو خبرو كښې د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه ووئيل پاكستان په اسلامي نړۍ كښې يو ځانګړې مقام لري٬ پاكستان ته په يو څو مياشتو كښې دوه وارې د اسلامي نړۍ د خارجه وزيرانو راتلل د پاكستان مقام په ډاګه كوي۔ ده ووئيل د خارجه وزيرانو كونسل دې غونډه كښې به د اسلامي نړۍ د م??ئلو ٬ د امت مسلمه د صورتحال او د نړيوالو حالاتو په اړه مهمې پرېكړې كولې شي۔ د م??ر خارجه وزير سامع شكري ووئيل پاكستان او مصر دوه وروڼه هېوادونه دي۔ پاکستان مصر سره مضبوطې اړيكې لري او د انتها خوښۍ او ترهګرۍ مخنيوي او د امت مسلمه يو والي له به دواړه هېوادونه په ګډه كار كوي۔ دپاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم په غونډه ټول قام ته وياړ دې ٬ پاكستان اولس ګرانو مېلمنو ته هركلې و??ئي۔ ده ووئيل اسلام آباد څخه به د م??لوم كشميريانو او فلسطينيانو خبره كېږي او د امت مسلمه مسئلو لپاره به لائحه ترلاسه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د اسلامی مرستې تنظيم مېلمانه د م??الفې ډلې هم مېلمانه دي٬ د دوئي لخوا مثبته رويه رامخې ته شوې ده٬ ده ووئيل مخالفې ډلې چې د اسلامي مرستې تنظيم په اړه كومه اعلاميه جاري كړې ده هغه يو سم ګام دے
د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې ګډون لپاره د پلاويو راتللو لړۍ روانه ده٬ پاكستان په اسلامي نړۍ كښې ځانګړې مقام لري٬ حسېن ابراهيم طحه
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا