اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ یی وئيلي دي چين چمتو دې چې له اسلامي هېوادونو سره د يووالي او همکارۍ، په نړيوالو اړيکو کښې څو اړخيزتوب او جمهوريت ته وده وركولو لپاره کار وکړي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې ته د مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده وو??يل په اولني ځل د چين خارجه وزير د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې ګډون كوي كوم سره چې د چين اسلامي نړۍ سره د مضبوطو تبادلو او مرسته كښې د خوښي لرلو څرګندونه كېږي۔ ده وو??يل مونږ به د شخړيزو مسئلو حل لپاره په اسلامي پوهه عمل كولو له اسلامي هېوادونو سره مرسته روانه ساتؤ ٬ مونږ به امن او استحكام په ځائې كولو له څنګ په څنګ ولاړ يؤ۔ ده وو??يل چين د فلسطيني اولس په شا ولاړ دے او د فلسطيني شخړې فوري او دوه رياستي حل ملاتړ كوي۔ ده وو??يل چين د افغان اولس د خوښې احترام كوي او د افغانستان د بشپړ حكومت او غوره نظام ملاتړ كوي۔ ده وو??يل د كشمير مسئلې په اړه مونږ د ټولو اسلامي هېوادونو مطالبه اورېدلې ده٬ چين هم دې كښې خوښي لري۔ هغه وو??يل چين د روسيه او يوكرېن جنګ بندۍ او امن لپاره د مذاكراتو روانو ساتلو ملاتړ كړې دې۔ ده وو??يل د كورونا خپرېدو نه سمدستي وروستو اسلامي هېوادونو په سمدستي توګه چين ته د مرستې پېشكش وكرو او چين 50 اسلامي هېوادونو ته د وېكسين 1.3 اربه خوراكونه وركړل۔ ده وو??يل تر نن ورځې چين 54 اسلامي هېوادونو سره د مرستې په دستاوېزاتو لاس ليك كړې دې او د 400اربه ډالرو يۍ نزدې 600 لويې منصوبې بشپړ كړې دي۔ ده د ??ره??رۍ مخنيوي او تخريب كارۍ په ضد مرستې ته د ودې وركولو ٬ د ??ره??رۍ په مخنيوي كښې د دوه مخيزه معياراتو په مسترد كولو او د ??ره??رۍ كومې ډلې يا مذهب سره د تړلو په مخالفت هم زور راوړو۔
چين اسلامي هېوادونو سره يووالي او همکارۍ، په نړيوالو اړيکو کښې څو اړخيزتوب او جمهوريت ته وده وركولو لپاره کار له چمتو دے ٬ د چين خارجه وزير وانګ ي د او آئي سي خارجه كونسل غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کڑک