ا??لا?? آباد11 ف??ور?? (اے پي پي) د نړيوال ا??لا??ي پوهنتون خطيب ډاكټر ضياالرحمان وئيلي دي ا??لا?? انسانانو ته د رنګ او نسل په ځائ د الله او د هغه د بندګانو د حقونو د ادائيګې په بنياد د عزت او احترام رتبه وركوي. دا خبرې د ايوان صدر په جامع جومات كښې د جمعې په خطبه كښې وكړې. د ايوان صدر د جامع مسجد څخه د جمعې خطبه نېغ په نېغه خپره كړې شوه. صدر ډاكټر عارف علوي او د ايوان صدر چارواكو او عملې د ايوان صدر په جومات كښې د جمعې مونځ ادا كړو. ډاكټر ضياالرحمان په خپله خطبه كښې ووئيل الله تعالٰی په نظام كښې توازن راپېدا كولو او انسانان يو بل سره تړلو لپ??ره د دوي ض??ور??ات يو بل سره تړلي، خو په شتمندو خلقو لازم دي چې دوي په نعمتونو كښې نور هم شامل كړي، په دوي د غريبانانو، مسكينانانو، يتيمانو او مستحقينو حق دے. ده ووئيل د الله او د هغه د بندګانو حقونه ادا كول، خېر ښېګړه او په كمزورو احسان كول اعلٰی انساني صفات دي او د دې لوي اجر دے. په دې موقع د هېواد او قوم ??لا??تيا، پرمختګ او خوشحالې لپ??ره دعا وكړې شوه. د يادونې وړ ده د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په هدايت د خلقو لارښودنې لپ??ره د ايوان صدر د جامع جومات څخه د جمعې خطبه نېغ په نېغه د خپرولو لړې پېل كړې شوې
اسلام انسانانو ته د رنګ او نسل په ځاے د الله او د هغه د بندګانو د حقونو د ادائيګې په بنياد د عزت او احترام رتبه وركوي. د نړيوال اسلامي پوهنتون خطيب ډاكټر ضياالرحمان د ايوان صدر په جومات كښې خطبه
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز