??سل??م آباد 18اپریل (اے پي پي)د تعليم او د پېشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو او د تعليمي څانګې صوبو ته منتقلۍ څخه په رامخې ته شوو چېلنجونو او موقعو ئې هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د تعليم سېكرټري محي الدين واني او برټش كونسل كنټري ډائرېكټر جيمز هیمپسن هم موجود وو۔خالد مقبول صديقي ووئيل د تعليم وزارت په يو داسې پروګرام كار كوي چې د كوم مقصد په پاكستان كښې د تعليمي ايمرجنسي اعلان كول دي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سكولونو څخه بهر ماشومانو شمېر?? زياتېږي او د دې مسئلې مخ نيوي يواځنۍ لار قامي ايجنډا جوړول دي۔ده ووئيل په تندۍ سره او بې قابو رينائزېشن له ام??ه په لويو ښارونو كښې په كچه آبادو كښې اضافه كېږي۔ده ووئيل په هره تعليمي پالېسۍ كښې دا كچه آبادۍ نظرانداز كېږي۔ده د دې خبرې باوري كولو په اهميت رڼا واچوله چې كوم هم ماشوم به په سكول كښې د داخلې څخه نه پاتې كېږي۔ده دا خبره وستائېله چې په برتانيه كښې د سكول څخه بهر ماشومانو ته سكول كښې د داخلېدو معاونت وركړے كېږي۔په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ ووئېل برتانيه او پاكستان پخواني شراكتدار دي او د كال 1947 څخه اوږه په اوږه ولاړ دي۔فاصلاتي تعليم د لارې د برتانيې په بوهنتونونو كښې پاكستانو زده كوونكو ته موقعې ورك??ې كېږي۔ده ووئيل ګوګل تر تعليم رسنې مسئلې مخ نيوي لپاره د پاكستان په مرسته كولو كښې ډېر?? زياته خوښي لري۔دغسې د برتانېي هائي كمشنر او د تعليم وزير تعليمي څانګې صوبو ته د منتقلۍ څخه به رامخې ته شوو چېلنجونو او په موقعو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔
د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير سره د برتانيې هائي كمشنر ملاقات٬د تعليمي څانګې صوبو ته منتقلۍ څخه په رامخې ته شوو چېلنجونو او موقعو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ