اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان وئېلي دي هېواد ته پیښې ټولې مسئلې په خبرو اترو حل كېدې شي٬د حكومت كالعدم ګوند سره چارې په امن شړل د ستائنې وړ ده۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)تېر حكومت د كالعدم ګوند په ضد وړومبے آپرېشن كړے ؤ او بيا يې وروستو هغوي سره لوظنامه وكړه۔ده ووئيل ټولې قامي ادارې خپلواكه دي٬اپوزېشن د قامي احتساب بيورو(نېب)په خپلواكۍ پرېشانه دے۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)او پيپلز پارټي دواړه ګوندونه د خپلو حكومتونو په مهال په لسو كلونو كښې د نېب په قوانين كښې بدلون كولو كښې ناكامه راغلي٬خو دواړه ګوندونه په دې اړه د پاكستان تحريك انصاف په حكومت تنقيد كوي۔علي نواز اعوان ووئيل د نېب په پخواني آرډيننس كښې ډېرې غلطۍ وې كومې چې د نوې آرډيننس د لارې لرې كړی شوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او د هغه حكومت د بدعنوانۍ او كرپشن په اړه د زيرو ټالرنس پالېسي لري
هېواد ته پیښې ټولې مسئلې په خبرو اترو حل كېدې شي۔د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز اعوان ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ