اسلام آب??د 10 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف ??لي زرداري پاکستان كښې د چين مېشته وګړو تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي په کراچۍ كښې د ترهګري په ناوړه جرم كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي، د دښمن عناصرو بزدلانه کارروائۍ د دوستانو ترمېنځه د دوستۍ رش??ه كمزورې كولې نشي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت آصف ??لي زرداري د زيارت په ورځ د چين سفارت دوره وكړه او په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زئے دونګ سره ئې وليدل٬ پ?? دې موقع صدر مملکت په 7م اکتوبر د ترهګرۍ په بريد كښې د چين وګړو په مړينه د پاكستان حكومت او اولس لخوا د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت آصف ??لي زرداري د غم پ?? دې ګهړۍ كښې د چين وروڼو خوېندو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د چين حکومت او اولس د پاکستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مهم كردار لري، د دواړو هېوادونو دښمن زمونږ ترمېنځه زياتېدونكې شراكتداري نشي لېدلې۔
صدر مملکت د چين وګړو تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو٬ د چين سفارت دوره
مضمون کا ماخذ : loteria estadual