اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) د وزیراعظم د روغتيا كوآرډينېټر ډاكټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي چې له غزه څخه د فلسطين 26 زده كوؤنكي طبي زده كړو له اسلام آباد ت?? رارسېدلې دي٬ دوئي به د پاكستان په بېلو طبي ادارو كښې د ميډيكل او ډېنټل زده كړې ترلاسه كوي٬ په سخت وخت كښې فلسطيني زده كوؤنكو سره ولاړ يؤ۔ د جمعې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د فلسطين 26 زده كوؤنكي طبي زده كړې ترلاسه كولو له اسلام آباد ایئرپورټ ت?? راورسېدل۔ ډاكټر مختار احمد بھرتھ د وز??را??ظم په هدايت دغې زده كوؤنكو ته تود هركلے ووے۔ په دې موقعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل وز??را??ظم شهباز شريف د غزه روانه وضعه نظر كښې نيولو سره د فلسطين زده كوؤنكو ته په پاكستان كښې د خپلو طبي زده كړو روانو ساتلو پېشكش كړے ؤ٬ كوم به چې د پاكستان په بېلو طبي ادارو كښې د ميډيكل او ډېنټل زده كړې ترلاسه كړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د طب زده كړې ترلاسه كولو څخه وروستو به دوئي خپل هېواد كښې د اولس خذمت وكړے شي۔ دې زده كوؤنكو ته به د ميډيكل س??ه سره د خوراك او استوګنې په زړه پورې آسانۍ وركولې شي۔
د فلسطين 26 زده كوؤنكي طبي زده كړو له اسلام آباد ته راروسيدل
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria