واشنګټن ۔ 18مارچ(اے پی پی)امریکا ??ښې پاكستاني سفير اعزاز چوهدري سره د پاكستاني طالبعلمانو لپاره د سفارتي نمائنده كوډي سواټزېنټروبر په مشرۍ ??ښې د طالبعلمانو يو پلاوي ملاقات وكړو كوم چې پاكستان ??ښې په اېكسپلورنګ دي ورلډ منصوبه كار كوي۔ کوډی سواټزېنټروبر د ګرين وډ سكول د 8م جماعت طالبعلم دے او دې په هغه 219 طالبعلمانو ??ښې شمېرلے شي كوم چې د نړۍ بېلو هېوادونو ??ښې په كلتوري همغږۍ او د اختلافاتو لرې كولو په منصوبه كار كوي۔ کوډی سواټزېنټروبر ته پاكستان ??ښې په دې منصوبه د كار كولو ذمه واري وركړې شوې۔ ده ته د تېر كال په دسمبر مياشت ??ښې اولس مشر ممنون حسېن يو خط هم ليكلے ؤ دغسې چې د پاكستان په اړه ابتدائي معلومات ترلاسه كړي۔ اولس مشر اېکسپلورنګ دی ورلډ پراجېکټ ستائلو سره خپل لاس ليك سره غوښتلې شوې معلومات ده ته لېږلې وو۔ په دې مهال پاكستاني سفير د اولس مشر لاس ليك شوې عكسونه او خط امريكائي طالبعلم ته وسپارلو۔ اولس مشر خپل خط ??ښې ده ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړې۔ کوډی سواټزېنټروبر به مئی 2017ء ??ښې د خپل تعليمي كال په پايه ??ښې د پاكستان په اړه خپل تفصيلي راپور د سكول انتظاميې سره جمع كوي۔
امريكا كښې پاكستاني سفير اعزاز چوهدري سره د سفارتي نمائنده كوډي سواټزېنټروبر په مشرۍ كښې د پاكستاني زده كؤونكو پلاوي ملاقات
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ