ماسکو۔3اکتوبر(اے پی پی) د سرمايه كارۍ ٬ نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدا??عل??م خان وئيلي دي روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې مرست?? له خوښي لرؤ٬ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک سره د ملا??ات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د سرمايه كارۍ وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملا??ات په مهال په روسيه كښې د پاكستان سفير خالد جمالي او مشران چارواكي هم وفاقي وزير عبد ا??عل??م خان سره موجود وو۔ په ملا??ات كښې د ټرانسپورټ وزير رومان سټاراووت او د ص??عت او تجارت دوهم وزير الېکسی ګروزدیف هم شامل وؤ۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره د شريكې خوښې په چارو خبرې وكړې۔ په ملا??ات كښې په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو هم خبرې وشوې۔ په ملا??ات كښې د پاكستان او روسيه ترمينځه په تجارتي ٬ معاشي او د دوه اړخيزه مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان او روسيه ترمينځه په كال 2022 كښې په شوې انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ لوظنامه غور اوشو۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل روسيه سره په دوه اړخيزه كاروباري او نورو منصوبو كښې دوه اړخيزه مرست?? له خوښي لرؤ٬ پاكستان د سرمايه كارۍ پراخه موقعې لري۔ د روسيه نائب وزيراعظم الېکسی اوور چک پاكستان لپاره د بشپړه مرستې او د خېر سګالۍ جذبو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په نارتھ ساؤتھ انټرنېشنل ټرانسپورټ کورېډور كښې د پاكستان خوښي لرل د ستائنې وړ ده۔ دا به د یورو ایشیا او قطبي او سوئيلي هېوادونو ترمينځه تړون لپاره په زړه پورې تجارتي روټ وي۔ په ملا??ات كښې د روسيه او پاستان بېلو څانګو ترمينځه د خبرو ا??رو په روانو ساتلو موافقه هم وشوه
د سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان د روسيه نائب وزيراعظم سره ملاقات ٬ په تاپي ګېس پراجېكټ ٬ تجارت ٬ د پاكستان تر ايران ٬ آذربائيجان او روسيه مجوزه تجارتي راهدارۍ او رېل ټرېك جوړولو خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی